افغانستانخبرونه

د طالبانو عدلیې وزارت: تېره میاشت مو له يو ميليون جریبه ډېره ځمکه له غصب خلاصه کړې

کابل ټیلیګراف – ۱۹ زمری ۱۴۰۴ کال 

د طالبانو عدلیې وزارت وايي چې په تېره يوه میاشت کې توانېدلي چې يو ميليون، ۲۱۷ زره او ۳۰۴ جریبه ځمکه له غصب خلاصه کړي.

د طالبانو عدلیې وزارت نن پر خپله اېکسپاڼه ولیکل چې په تېره يوه میاشت کې یې  په ۱۸ ولایتونو کې ۱۱۸۰۲۵۲ جریبه غصب شوې ځمکه دولتي ثابت شوې.

یاد وزارت دا هم ويلي چې همدا یوه اوونۍ کې توانېدلي چې دوی د افغانستان په ۱۱ ولایتونو کې ۳۷۰۵۲ جریبه دولتي ځمکې له غصب راګرځولې ده.

د خبرپاڼې له مخې؛ د افغانستان په ۲۶ ولایتونو کې بیا ۱۳۲۱۷۵۲ جریبه نورې ځمکې هم د ارزونې په حال کې دي.

په تېر جمهوري نظام کې د هېواد په بلابېلو سیمو کې دولتي ځمکې چې شاړې پرتې وې، د قراردونو له مخې، خلکو ته د کرنیزو او سوداګریزو چارو په موخه ورکړل شوي چې اوس طالبانو د همدغو ځمکو د بېرته راګرځولو لړۍ پیل کړې او دغې چارې ته د غصب نوم ورکړل شوی دی.