افغانستانخبرونه

د طالبانو ټولګټو وزارت: د اوسپنې پټلۍ له لارې يوه اوونۍ کې ۱۰۳ زره مټرېک ټنه انتقالات شوي

کابل ټيلیګراف – ۲۰ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال

د طالبانو د حکومت د ټولګټو چارو وزارت وايي چې يوازې په تېره اوونۍ کې د اوسپنې پټلۍ له لارې له ۱۰۳ مټرېک ټنه ډېر انتقالات شوي دي.

ياد وزارت په يوه اعلامیه کې ويلي: ((د زمري میاشتې له ۱۰مې نېټې څخه د همدې میاشتې تر ۱۶مې نېټې، د اوسپنې پټلۍ له لارې ۱۰۳ زره او ۲۶۳ مټریک ټنه انتقالات شوي دي.))

د معلوماتو له مخې، د حیرتان له لارې ۶۸ زره او ۲۲۷ مټرېک ټنه، د اقینې له لارې ۶زره او ۲۴۹ مټرېک ټنه، تورغونډۍ له لارې ۱۲زره او ۲۵۰ ټنه او هرات خواف له لارې ۹۷۲۵ ټنه انتقالات شوي دي.

د معلوماتو له مخې، دغه انتقالاتو کې تېل او ګاز او نور بېلابېل توکي شامل دي چې له ډلې یې ۵۹۷ ټنه د هېواد د وچو مېوو او جوسو په ګډون صادارات دي.