افغانستانخبرونه

د طالبانو د کابینې په غونډه کې ملا هیبت الله د فکري اختلافاتو په مخنيوي ټينګار کړی

کابل ټیلیګراف – ۲۳زمری ۱۴۰۴ لمریز کال

د طالبانو ارګ وايي چې د طالبانو د حکومت د کابیني څلورمه غونډه د دغې ډلې د مشر ملا هیبت الله اخوندزاده په مشرۍ ترسره شوې ده.

د ارګ د معلوماتو له مخې، په دغه غونډه کې د ګڼو مهمو مسایلو په تړاو چې ډېر جزیات يې نه دي ورکړي خبرې شوي دي.

د ارګ په خبرپاڼه کې راغلي چې د کابینې په غونډه کې ملا هیبت الله د بیلابیلو فکري اختلافاتو پر مخنیوي، د اتفاق او اتحاد په لا تقویت باندې ټینګار وکړ او په دې اړوند یې مسوولینو ته لازم هدایات او لارښونې وشوې.

ارګ وايي چې د کابینې غونډې دوه ورځې دوام کړی دی.