افغانستانخبرونه

پاکستاني پوليسو هغه ۴۰ افغان کډوال افغانستان ته ستانه کړي چې جرمني ته د تګ په تمه و

کابل ټیلیګراف – ۲۳زمری ۱۴۰۴ لمریز کال 

له افغان کډوالو سره د پاکستاني پوليسو د ناوړه چلند په دوام دا ځل پاکستاني پوليسو هغه ۴۰ افغان کډوال بېرته خپل هېواد ته ستانه کړي چې جرمني ته د تګ په تمه يې اسلام اباد کې شپې ورځې تېرولې.

د جرمني ټاکس ورځپاڼې په يو راپور کې ويلي چې شاوخوا ۲۰۰۰ افغان کډوالو جرمني ته د تګ قانوني پروسه بشپړه کړې او اوسمهال په پاکستان کې الوتکو او جرمني ته د ورتګ انتظار کوي.

دغې ورځپاڼې ويلي چې پاکستان له جرمني سره د بیاځلي ژمنو سره سره ۴۰ هغه افغان کډوال چې جرمني ته د ورتګ په انتظار وو، له خپله هېواد په زور ويستلي او افغانستان ته يې لېږلي دي.

په ۲۰۲۱ کال کې هغه مهال چې د اګسټ په ۱۵مه طالبانو کابل ونيوه سلګونه زره افغانان د طالبانو له ډاره کډوالۍ ته اړ شول، په دغو کډوالو کې ګڼ داسې کسان و چې هماغه مهال يې د تګ زمینه برابره شوه خو زرګونه نور پاکستان او ایران ته لاړل تر څو درېیم هېواد ته د تګ زمینه ورته برابره شي خو هلته هم ډیری وخت د ځایي حکومتونو او پوليسو له ناسم چلند سره مخ شوي او ځينې مجبور شوي چې بېرته له ګواښونو سره خپل هېواد ته ستانه شي.