افغانستانخبرونه

کابل کې د چین، پاکستان او افغانستان د چارواکو ترمنځ ناسته کیږي

کابل ټیلیګراف ۲۵ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال

د را پورونو له مځې؛ د پاکستان، چین او طالبانو ترمنځ به د را روانې چهارشنبې په ورځ په کابل کې درې اړخیزه ناسته ترسره شي.

د پاکستان د جیو نیوز ټلویزیون د راپور له مخې، د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي، د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي او د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر او مرستیال لومړی وزیر اسحاق دار به د چهارشنبې په ورځ (۲۰ اګست) په کابل کې وویني.

د معلوماتو له مخې، د دې ناستې اجنډا به د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه او د چین-پاکستان اقتصادي دهلیز (کمربند او لار) پروژې پراخول وي.

ټاکل شوې وه، چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر تیره میاشت پاکستان ته تللی و، خو د بندیزونو له امله یې یاد سفر لغوه شوه.