
کابل ټيلیګراف – ۲۷ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال
د اکوادور پولیسو اعلان کړی چې د سانتو دومینګو ښار په یوه بیلیار یا سنوکر کلب کې د وسله والو کسانو د ډزو په پایله کې لږ تر لږه اووه کسان وژل شوي دي.
اسوشتیدپرس د را پورو له مخې؛ وسله وال برید کوونکو، چې تور ماسکونه یې پر مخ کړي وو، لومړی یې د کلب په دروازه کې دوه کسان په نښه کړل او وروسته یې سالون ته ننوتل او ډزو ته یې دوام ورکړ.
را پور زیاتوي، چې دغه برید ګر نه دي نیول شوي، خو پولیس یې د نیولو په لټه کې دي.
سیمهییزو رسنیو راپور ورکړی چې لومړنۍ څېړنې ښيي دا ډزې ممکن د جنایي ډلو له فعالیتونو سره تړاو ولري.
د روان کال په لومړیو پنځو میاشتو کې، په یاد هېواد کې له ۴،۰۵۱ څخه زیاتې وژنې ثبت شوې دي او شنونکي وايي چې دا پېښې د دې هېواد په وروستیو کلونو کې د تر ټولو خونړي کال پیل ښيي.