افغانستانخبرونه

د ایران د کورنيو چارو وزیر: د روان کال تر پایه به دوه ميليونه افغان کډوال خپل هېواد ته ستانه شي

کابل ټيلیګراف – ۲۷ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال

د ایران د کورنيو چارو وزیر سکندر مومني وايي، د روان کال تر پایه به له دغه هېواد ځخه دوه میلیونه افغان کډوال خپل هېواد ته ستانه شي. نوموړي ويلي چې روان کال په لومړیو کې په ایران کې له موجوده ۶ ميليونه افغان کډوال څخه يو ميليون او ۲۰۰زره افغان کډوال خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

که څه هم د ایران د کورنيو چارو وزیر ويلي چې له دغه هېواد څخه د افغان کډوالو ۷۰ سلنه يې په خپله خوښه خپل هېواد ته ستانه شوي خو افغان چارواکي وايي چې ایران او پاکستان په جبري توګه افغان کډوال راستنوي.

ایران په دې وروستيو کې په دغه هېواد کې د افغان کډوالو د نيولو لړۍ هم ګرمه کړې او ګڼ افغان کډوال يې په بېلابېلو تورونو نيولي دي.

بلخوا د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي چې په تېرو شاوخوا درېيو میاشتو کې له ایران څخه یو ميليون او ۸۰۰ زره افغان کډوال په جبري توګه راستانه شوي دی.