
کابل ټیلیګراف – ۳۰ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال
د طالبانو د عامې روغتيا وزارت مسوولین وايي، د قطر هېواد د براختيایي بودیجې له لارې په کندهار ولايت کې د مور او ماشوم د درملنې ۴۰۰ بستریز روغتون جوړېږي.
دغه وزارت ويلي چې د ياد روغتون د جوړولو هوکړه پرون د طالبانو د عامې روغتيا وزیر مولوي نور جلال جلالي او د قطر خیریه ټولنې مشر ډاکټر منعم شاه ترمنځ لاسلیک شو.
په همدې تړاو جوړه شوې غونډه کې د طالبانو د روغتيا وزیر نور جلال جلالي وويل، د یو ۴۰۰ بستریز تخصصي روغتون د جوړولو په موخه هوکړه لیک لاسلیک شو، چې د قطر هېواد ( پراختیایي بودیجې ) په مالي مرسته به په کندهار ولایت کې جوړ شي او په جوړولو سره به یې د کندهار او جنوبي ولایتونو خلک د مور، ماشوم او داخلې برخو تخصصي روغتیایي خدمتونو ته اسانه لاسرسی ولري.
د افغانستان لپاره د قطر خیریه ټولنې رییس، ډاکټر منعم شاه ډاډ ورکړ چې دا روغتون به د دوو کلونو په موده کې ورغول شي چې د عصر درملنې ټولنې اسانتیاوې به ولري او د جوړېدو برخه کې به يې د کارونو روڼتیا ته ډېره پاملرنه وشي.