
کابل ټیلیګراف – ۳۱ زمری ۱۴۰۴ لمریزی کال
د کابل -مزار پر لویه لاره د بغلان ولايت په دوشي ولسوالۍ کې د مسافر وړونکي ۵۸۰ او یو بار وړونکي موټر ترمنځ ټکر شوی چې له امله يې ۲۴ کسان ټپيان شوي دي.
ځايي طالب چارواکي وايي، پېښه د دواړو موټرو د ګړندي تګ او موټر چلوونکو د بې احتياطۍ له امله رامنځته شوې ده.
په ټپيانو کې ښځې او ماشومان هم دي.