
کابل ټیلیګراف – ۳۱ زمری ۱۴۰۴ لمریزی کال
روسیې د سیمه ییزو بهیرونو په چوکاټ کې د طالبانو په حضور ټینګار وکړ.
د دغه هېواد د بهرنيو چارو وزير سرګي لاوروف په مسکو کې د خپل هندي سيال سره په کتنه کې وويل، چې د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان بايد د سيمې په بهيرونو کې برخه ولري.
د رويټرز خبري اژانس د راپور له مخې، لاوروف زياته کړه، چې روسيه او هند په دغه بهیرونو کې د طالبانو د ډیپلوماتانو د حضور په برخه کې ګډ دریځ لري.
روسیه یوازینی هېواد دی، چې طالبان یې په رسمیت پېژندلي، دغه راز هند هم پخبل هېواد کې د دغه ډلې ډیپلوماتان منلي دي.