افغانستانخبرونه

اسلام اباد کې د طالبانو د مخالفینو غونډه سپټمبر میاشت ته وځنډول شوه

کابل ټیلیګراف – ۱ وږی ۱۴۰۴ لمریزی کال

په پاکستان کې د طالبانو د حکومت د مخالفینو جوړېدونکې غونډه يوه میاشت وځنډول شوه او ټاکل شوې چې په سپټمبر میاشت کې ترسره شي.

ټاکل شوې وه چې دا غونډه دوه ورځې وروسته (د اګسټ په ۲۴مه) پيل او دوه ورځې دوام وکړي.

د يادې غونډې يو احتمالي ګډونوال رسنيو ته د دغې غونډې د ځنډېدو ښکاره علت د ویزو برخه کې ستونزه یاده کړې ده خو تر اوسه اصلي موضوع نه ده روښانه شوې.

ټاکل شوې وه چې، د روانې اګست میاشتې په ۲۴مه او ۲۵مه په اسلام اباد کې د پاکستان په کوربتوب د طالبانو د حکومت د مخالفو څېرو يوه غونډه جوړه شي او په افغانستان کې د طالبانو د روان بشري سرغړونو او نورو مسایلو په تړاو په کې بحثونه وشي.

پخواني امریکايي ديپلومات او د افغان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد تېره اوونۍ په پاکستان کې د طالبانو د مخالفینو د جوړېدونکې غونډې څخه چې اسلام اباد يې کوربتوب کوي پرده پورته کړه.