
کابل ټیلیګراف – ۱ وږی ۱۴۰۴ لمریزی کال
د امریکامتحده ایالتونو ولسمشر، ډونالډ ټرمپ خپل تر ټولو نږدې ملګری او همکار «سرګیو ګور» په هند کې د امریکا سفیر وټاکه.
ټرمپ په خپله ټولنیزه پاڼه لیکلي چې «سرګیو ګور» باوري کس دی او هغه به په هند کې یو بریالی سفیر وي.
ویل کېږي چې «سرګیو ګور» د ډونالډ ټرمپ تر ټولو نږدې ملګری او همکار پاتې شوی دی.
ټرکپ داسې مهال دا ګمارنه کړې چې په وروستیو کې د نوي ډیلي او واشنګټن ترمنځ د تعرفو پر سر وضعیت کړکېچن ښکاري.
اخوا بیا د نظرخاوندان وایي، د ټرمپ د دې ټاکنې په غبرګون کې ویلي چې «سرګیو ګور» به د ټرمپ داسې ملګری وي لکه «ایلان ماسک».
د نظرخاوندانو په وینا ایلان ماسک هم ټرمپ خپل تر ټولو نږدې ملګری بللی و، خو اوس یې ورسره اړیکې برعکس ښکاري.
د ویلو ده چې تر دې ټاکنې څو ورځې وړاندې د افغانستان لپاره د امریکا د پخوانۍ چارسمبالې «کرن ډېکر» دنده هم پایته رسول شوې او پرځای یې بل کس ګومارل شوی دی.