
کابل تیلگراف – ۲م سنبله سال ۱۴۰۴ خورشیدی
رویټرز خبري اژانس وايي، په لیک کې امینې اردوغان له ملانیا ټرمپ غوښتي، چې د اسرائیلو لومړي وزیر سره اړیکه ونیسي او په غزه کې د ماشومانو د وضعیت په اړه خبرې وکړي.
یاد اژانس وايي، د ترکیې لومړۍ مېرمن له لوري دا لیک وروسته له هغې لېږل شوی، چې د ټرمپ مېرمنې د ټرمپ په لاس د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ته د اوکرایین ماشومانو په اړه لیک ولېږه.
امینې په لیک کې ویلي، «باور لرم چې تاسو به د اوکرایین ماشومانو خواخوږۍ تر څنګ همدا خواخوږي د غزې ماشومانو لپاره هم وښايئ».
سرچینه وايي، په لیک کې ټینګار شوی چې، د ټرمپ مېرمن د غزې په تړاو غږ پورته کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې غزه کې د اسرائیلو له لوري د وژل شویو ماشومانو شمېر شاوخوا ۱۸ زره تنو ته ورسېد.
غزه کې ماشومان له هغو ټولو طبیعي حقونو بې برخې شوي، چې یو ماشوم ورته اړتیا لري.