افغانستانخبرونهکورپاڼه

سره میاشت ۱۲زره د سترګو ناروغانو وړیا درملنه کوي

کابل ټیلیګراف – ۲ وږی ۱۴۰۴ لمریزی کال

د افغاني سرې میاشتې ټولنې چارواکي وايي، درېیو ولایتونو کې د دوو مرستندویه بنسټونو له لوري د شاوخوا ۱۲ زره د سترګو ناروغانو وړیا درملنه کیږي.

د افغاني سرې میاشتې ټولنې مشر شهاب‌الدین دلاور نن (یکشنبه، سنبلې دویمه) کابل کې یوې غونډې ته وویل،دغه درملنه د ملک‌ سلمان او البصر خصوصي مرستندویه بنسټونو په مالي ملاتړ کېږي.

کابل، ننګرهار او کندهار هغه ولایتونه یاد شوي، چې ۱۲ زره د سترګو ناروغانو وړیا درملنې زمینه پکې برابره شوې.

دلاور وایي، د افغاني سرې میاشتې روغتون کې به د ۴۰۰ ښځینه او نارینه ناروغانو د جراحۍ عملیات وشي او د ۴۰۰۰ نورو ناروغانو درملنه به وشي.

د هغه په خبره له دې وروسته به ننګرهار کې ۴۰۰ عملیاتونه وشي او ۴۰۰۰ د سترګو ناروغانو درملنه به وشي.

د هغه په خبره دا لړۍ به همداسې کندهار ته وغځېږي.

عام خلک بیا دا حرکت د ولس لپاره په خیر بولي خو ټينګار کوي چې نورو ولایتونو ته دې هم وغځېږي.