افغانستاناقتصادخبرونهکورپاڼه

ملګري ملتونه افغانستان کې ۱۲۰ سړې خونې جوړوي

کابل ټیلیګراف – ۲ وږی ۱۴۰۴ لمریزی کال

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان (FAO) ویلي، چې د پيازو ساتنې په موخه د افغانستان په شپږو ولایتونو کې ۱۲۰ سړې خونې جوړوي.
د دې ادارې د معلوماتو له مخې دا سړې خونې د نړیوال بانک په مالي ملاتړ جوړېږي.

هره سړه خونه به د ۲۰ مټریک ټنه پیازو د ساتنې وړتیا ولري.
د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان ویلي، چې دا سړې خونې د خوراکي توکو د ضایع کېدو مخنیوي او د هغوی د عایداتو ډېرېدو په موخه جوړېږي.
ملګرو ملتونو د دې سړو خونو د لګښت او ټاکل شوي موقعیت په اړه څه نه دي ویلي.
یادې ادارې تر دې مخکې هم په هېواد کې د سړو خونو د جوړولو خبر ورکړی و.
بلخوا یو شمېر کروندګرو د طالبانو له حکومته غوښتي چې د محصولاتو د خوندیتوب لپاره د هېواد په هره برخه کې دا ډول سړې خونې جوړې شي.

کرنیز پوهان دا ډول سړې خونې د کروندګرو او هېواد په ګټه بولي او په دې باور دي چې په دې سره به د حاصلاتو پرمهال د کروندګرو د زیانونو یو څه مخه ونیوله شي.