افغانستانراپورونه

په هرات کې د یوه ځوان په دار ځړول؛ حکمتیار: په اسلام کې د مړی سپکاوی نشته دی

کابل ټيلیګراف – ۲ وږی ۱۴۰۴ لمریز کال

په هرات ولایت کې د طالبانو له لوري د یوه ځوان د مړۍ ځړولو په ټولنیزو پاڼو کې د خلکو ګڼ غبرګونونه را پارولي،  د حزب اسلامي مشر، ګلبدین حکمتیار بیا ویلي چې اسلامي د جرمونو سزاګانې ټاکلي او په اسلام کې د مړي سپکاوی او په دار ځړندېدا نشته ده.

د تېرې جمعې په ورځ، طالبانو د یوې اعلامیې په خپرولو سره ولیکل چې په هرات ښار کې یې یو غل د دوی د ځواکونو سره له مقاومت وروسته په ډزو وژلی دی، د یاد کس له وژل کېدو وروسته طالبانو د هغه مړی په ښار کې په عام محضر کې راځړولی و او دغه کار د خلکو له پراخ غبرګون سره هم مخ شوی دی.

د راپورونو له مخې، د افغانستان د خلکو د اسلامي ازادۍ غورځنګ (نهضت) ویلي چې نوموړی محمد داوود نومېد او د دغه غورځنګ غړی و. محمد داوود ۳۴ کلن و او د هرات د پښتون زرغون ولسوالۍ اوسېدونکی و. دغه غورځنګ زیاتوي چې محمد داوود د طالبانو سره د جګړې پر مهال د هرات د لسمې امنیتي حوزې په سیمه کې ووژل شو.

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیا پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي، ‎اسلام د جرمونو سزا هم ټاكلې؛ كه حاكم په دې كي يوه ذره كمى يا زياتى كوي؛ ستر مجرم یې ګڼي؛ د پانسۍ (دار) سزا يوازي د هغه چا لپاره ده چي په لارو كي یې شوكي كړې، مال یې غصب كړى او د مال خاوند یې وژلى، د دغو دريو جرمونو له كبله دا سزا وركول كېږي؛ له ده پرته بل چا ته دا سزا نشته.

ده لیکلي: «د اسلامي نظام په ضد د بغاوت (وسله وال پاڅون) خلاف جنګ جائز دی، خو دا تر هغه چي باغي جنگېږي؛ كه یې سنګر پرېښود، وتښتېدو؛ له بغاوت یې لاس واخيست؛ نه یې تعقيبول شته، نه د مخكيني جرم او ګناه په سبب وژل كېدا، نه یې د مړي سپكاوى، مُثله كېدا، په ډاګ پرېښودا او په دار ځوړندېدا.»

هغه زیاته کړې، څوك یې كور ته د تفتيش په غرض د ننوتلو حق نه لري؛ وسله او نور مال یې غنيمت نه ګڼل كېږي؛ او هيڅوك یې د مصادرې او ضبطولو حق نه لري؛ ځكه دا د ده د كورنۍ حق دی؛ نه قاضي كولى شي او نه واكمن چي د ده د ګناه په سبب؛ د ده د خپلوانو حقوق غصب كړي.

حکمتیار لیکلي: «دوهمه خبره، بغاوت یوازې وسله‌وال پاڅون نه دی بلکې فقها وايي چي د نظام پر ضد فکري او سیاسي مخالفت هم بغاوت ګڼل کېږي، امام سرخسي په المبسوط کې وایي والبغاة هم الذين يخرجون عن طاعة الإمام بتأويل فاسد أو صحيح. باغیان هغه دي چې د امام له اطاعت څخه ووځي، که د باطل دلیل وي یا د صحیح.»

ده دغه راز لیکلي،  له امير سره نه اختلاف بغاوت دی او نه یې عدم اطاعت،  اختلاف یې هم جائز دئ او هم په ځينو صورتونو کي جهاد اکبر اختلاف یې الله تعالی هم جائز ګڼلی او هم یې قرآن او حديث ته د راجع کولو لارښوونه کړې د مدينې ډیرو صحابه وو نه له يزيد سره بيعت کړی نه اطاعت ځينو د ده له پلار سره هم.

د پخواني حکومت پر مهال د محمد اشرف غني مرستیال امرالله صالح هم لیکلي، دا هغه افغانستان دی، چې د طالبانو خواخوږی، زلمی خلیلزاد پکې وضعیت د ژوند او پانګونې ګڼي.

هغه زیاته کړې: «هغه کس چې بدن یې په مرمیو سوری شوی او جسد یې له پښو ځوړند دی، ښکاري چې د طالبانو ضد آزاديپال جنګیالی و، چې د خلیلزاد او هبت الله د دوحې معاملې له وحشت ستړی و.»

سمیع‌الله صافي لیکلي: «په هیڅ اسلامی او انساني قوانینو کې دا نشته چې انسان دې بیدون له محکمې په صحرا کې محکمه شي ، د شریعت له نظر دا همدومره جرم دی چې متهم پری تورن کیږي.»

ځینو نورو کسان هم په دې اړه سخت غبرګونونه ښودلي دي.

طالبانو تراوسه په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړي.