
کابل ټیلیګراف – ۳ وږی ۱۴۰۴ لمریز کال
د طالبانو د احصايې او معلوماتو ملي اداره وایي، چې د ۱۴۰۴ کال په زمري میاشت کې د هوايي ډګرونو او ځمکنيو بندرونو له لارې هېواد ته ۲ زره ۳۳۷ بهرنيو وګړو تګ راتګ کړی دی.
د خبرپاڼې له مخې په یاده موده کې د ۶۷ ښځینهوو په ګډون ۱۳۰۵ بهرني وګړي هېواد ته راغلي او د ۳۰ ښځینهوو په ګډون ۱۰۳۲ نور له هېواده وتلي دي.
د طالبانو احصایې او معلوماتو ملي ادارې ویلي “۱۲۸۳ کسان د ځمکنیو بندرونو او ۲۲ تنه نور د هوا له لارې هېواد ته راغلي، چې له دې ډلې یې ۲۳۶ تنه د هېواد د لرغونو او تاریخي سیمو د لیدنې او پاتې نور یې د کار او زدهکړو په موخه راغلي دي.”
په خبرپاڼه کې همداراز ویل شوي چې تر ټولو ډېر بهرني وګړي د نیمروز بندر او ورپسې د هرات ولایت د ځمکینو بندرونو او هرات هوايي ډګر، د تورخم بندر، د فاریاب اقینې بندر، حیرتان بندر او د بلخ هوايي ډګر له لارې هېواد ته راغلي دي.
د ویلو ده چې له تېرو شاوخوا دریو کلونو راهیسې هېواد ته د بهرنیو سیلانیانو تګ راتګ زیات شوی دی.