
کابل ټیلیګراف – ۳ وږی ۱۴۰۴ لمریز کال
د غزې رسنیو مرکز خبر ورکړی، چې د غزې سویل خان یونس ښار ناصر میډیکل کمپلکس باندې اسرائیلي ځواکونو برید کړی دی.
رسنۍ زیاتوي چې په دغه برید کې د ۴خبریالانو په ګډون ۴۴تنه وژل شوي دي.
په ورته مهال الجزیرې هم خبر ورکړی، چې دغه برید نن دوشنبه په ناصر روغتون شوی دی.
تر اوسه دې برید کې د وژل شویو خبریالانو په اړه کره جزیات نه دې ورکړل شوي، خو دې سره غزه کې د اسرائیلو له لوري د په نښه شویو خبریالانو شمېر ۲۴۴تنو ته ورسېد.
نږدې دوه اونۍ وړاندې هم اسرائیلو غزه کې د الجزیرې پنځه خبریالان وژلي وو.