خبرونهسیمهنړۍ

آسټرالیا له دغه هېواده د ایران سفیر شړي

کابل ټیلیګراف –۴ وږی ۱۴۰۴ لمریز کال

د آسترالیا لومړي وزیر، آنتوني البانیزي اعلان کړی چې هېواد به یې د ایران سفیر له کانبرا څخه وباسي او د ایران سپاه پاسداران به د «ترهګرو سازمانونو» په لېست کې شامل کړي.

البانیزي نن (سه‌شنبه، د وږي ۴مه) ایران په آسترالیا کې د لږ تر لږه دوو «یهود ضد» بریدونو طرحه کولو تورن کړی او ویلي یې دي چې دا کړنې د هېواد لپاره د ټولنیز یووالي ګواښ ګڼل کېږي.

آنتوني البانیزي ویلي:
«دا بریدونه د دې هڅې وې چې زموږ ټولنیز یووالی کمزوری کړي او په ټولنه کې درز او وېش رامنځته کړي. دا کار په بشپړه توګه د منلو وړ نه دی او د آسترالیا حکومت به پرې جدي او قاطع ګامونه پورته کړي».

د آسترالیا لومړي وزیر زیاته کړې چې د ایران سفیر ته خبر ورکړل شوی چې له هېواده به وشړل شي.

د ده په وینا، آسترالیا په تهران کې د خپلې سفارتخانې فعالیتونه درولي او خپل دیپلوماتان یې یو درېیم هېواد ته لېږدولي دي.

البانیزي ټینګار کړی چې د هغه حکومت به یو قانون جوړ کړي څو د ایران سپاه پاسداران په رسمي ډول د «ترهګرو سازمانونو» په نوملړ کې شامل کړي.