
کابل ټیلیګراف –۵وږی ۱۴۰۴ لمریز کال
د روسیې دفاع وزارت ادعا کړې چې په تېرو ۲ ورځو کې د اوکراین ۱۲۲۰ سرتېري وژلي، او ګڼشمېر مهمات یې هم ورته له منځه وړي دي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي چې روسي ځواکونو د اوکراین په ۱۴۰ سیمو کې د اوکرایني او بهرنیو ځواکونو مرکزونه په نښه شوي دي.
خبرپآڼه وایي په دغو بریدونو کې د اوکراین اوږد واټنویشتونکي توغندي هم ویجاړ کړي چې، پکې ۱۹۱ بېپیلوټه هم شاملې دي.
د روسیې دفاع وزارت زیاته کړې چې په یاده موده کې د اوکراین ۶ هدایت شوي بمونه هم له منځه وړي دي.
بل لورته بیا نړیوالو رسنیو هم په اوکراین کې د درنو چاودنو راپورونه ورکړي دي.
دا بریدونه داسې مهال کېږي چې په وروستیو کې د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ هم د اوکراین جګړې د پایتهرسولو لپاره هڅې پیل کړي، او په همدې موخه یې د اوکراین او روسیې له ولسمشرانو سره ځانګړې ناستې کړې دي.
د ویلو ده چې د اوربند په موخه له نړیوالو هڅو سره سره لا هم د اوکراین او روسیې جګړه هماغسې روانه ده.