
کابل ټیلیګراف –۵وږی ۱۴۰۴ لمریز کال
د طالبانو د حکومت د دفاع وزیر ملا محمد یعقوب په یوه تازه مرکه کې ویلي چې، دوی نه غواړي اړیکې یې له پاکستان سره خرابې پاتې شي.
هغه د بي بي سي راډيو له پښتو څانګې سره په ځانګړې مرکه کې منلې ده چې، د طالبانو او پاکستان اړیکې خرابې شوي دي.
نوموړي زیاته کړې، چې دا حالت نه د طالبانو په ګټه دی او نه د پاکستان په ګټه.
د طالبانو د حکومت د دفاع وزیر زیاتوي چې اسلام د اعتدال دین دی او «افراطیت او تفرقه اچونه په دې دین کې ناسم کار دی».
ملا یعقوب همدارنګه ډاډ ورکړی چې د طالبانو ترمنځ اختلافات نشته، خو منلې یې ده چې اختلاف د نظر موجود کېدای شي.
تمه ده چې دا ځانګړې مرکه د جمعې په ورځ خپره شي.