
کابل ټیلیګراف –۵وږی ۱۴۰۴ لمریز کال
د طالبانو دعامې روغتیا وزارت وايي چې د روان کال په تېرو شپږو میاشتو کې د ۴۲ زره ۶۸۳ روږدو کسانو درملنه شوې ده.
د دغه وزارت ویاند، شرافت زمان په خپله فېسبوکپاڼه لیکلي چې، په دغو کسانو کې ۹۵۷ ښځې هم شاملې دي.
د نوموړي په وینا چې د دغو کسانو د درملنې لپاره شاوخوا ۷۰ روغتونونه ځانګړي شوي او نږدې درې زره روغتیایي کارکوونکي یې په خدمت کې دي.
شرافت زمان ادعا کوي چې د طالبانو له بیاځلي واکمنېدو وروسته په ټول هېواد کې په نشهيي توکو د روږدو کسانو د راټولولو لړۍ پیل شوې او په ټول هېواد کې دا ډول کسان راټول شوي دي.
بلخوا د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت هم ویلي چې، هره ورځ سلګونه په نشه روږدي نیول کېږي چې ډېر یې تر درملنې وروسته بېرته خپلو کورنیو ته روغ سپارل کېږي.