افغانستانخبرونه

افغانستان کې د بشري مرستو په چارو کې لاسوهنې ۱۴ سلنه زیاتې شوي

کابل ټیلیګراف –۵وږی ۱۴۰۴ لمریز کال

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) وايي چې د روان کال د جولای میاشتې په ترڅ کې د بشري مرستو په چارو کې لاسوهنې ۱۴ سلنه زیاتې شوې دي.

د دې ادارې له خوا خپور شوي راپور کې ویل شوي چې په دې میاشت کې ۱۰۴ د لاسوهنې قضیې ثبت شوي چې ۹۵ سلنه یې د طالبانو له خوا ترسره شوي دي.

اوچا وايي چې د طالبانو لاسوهنې د ۴۴ بشري فعالیتونو د موقتي ځنډ، د یو روغتیايي مرکز د فعالیت د درول، او د یو روغتیايي پروګرام د یوې سیمې څخه بلې سیمې ته د انتقال لامل شوي دي.

د تېرو کلونو راهیسې د بشري مرستو ادارې په افغانستان کې د امنیتي ننګونو او سیاسي بدلونونو له امله د خپلو فعالیتونو د پلي کولو په برخه کې جدي خنډونو سره مخ شوې دي.

په تېرو دوو کلونو کې، په ځانګړي توګه د ۲۰۲۱ کال د اګست راهیسې، د طالبانو له بیا راتګ وروسته د بشري مرستو د رسولو لپاره د لاسوهنو او محدودیتونو راپورونه زیات شوي دي.