
کابل ټیلیګراف –۵وږی ۱۴۰۴ لمریز کال
پر غزې تړانګې د اسرائیلي ځواکونو بریدونو کې د پخوا په پرتله زیاتوالی راغلی، چې په تازه بریدونو کې ۲۱ فلسطینیان وژل شوي دي.
د عربي رسنیو له مخې، اسرایيلو د غزې د پولو پر سر تازه دمې اکمالات ترسره کړي او نظامي ټانکونه یې په ځمکنۍ اراضي مخ پر وړاندې تګ لپاره چمتو کړي دي.
په ورته وخت کې را پورونه وایي، د تېرو ۲۴ ساعتونو په ترځ کې د غزې په روانو حملو کې د ۶۰ څخه زیات فلسطینيان شهیدان شوي دي.
د غزې د روغتیا وزارت له خوا خپرو شویو شمېرو له مخې، په غزه کې د لوږې له امله د تېرو ۲۴ ساعتونو په ترځ کې ۱۰ فلسطینيان شهیدان شوي، چې پکې دوه ماشومان هم شامل دي.
د یادو کسانو په مړینې سره غزه کې د لوږې له امله د مړو شویو کسانو شمېر ۳۱۳ تنو ته ورسید، چې په کې ۱۱۹ ماشومان دي.