خبرونهنړۍ

د فلسطین روغتیا وزارت: په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په غزه کې ۳۷۴ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

کابل ټیلیګراف –۶وږی ۱۴۰۴ لمریز کال

د فلسطین روغتیا وزارت اعلان وکړ چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۷۶ فلسطیني وګړي د اسرائیلو بریدونو کې وژل شوي او ۲۹۸ تنه نور ټپیان شوي دي.

دغه ورازت پرون ویلي، د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له اوومې نېټې راهیسې د صهیونیستي رژیم د پوځ په بریدونو کې د فلسطیني شهیدانو شمېر ۶۲ زره او ۸۹۵ او د ټپیانو شمېر ۱۵۸ زره او ۹۲۷ تنو ته رسېدلی.

بلخوا د نړۍ د کاتولیکانو مشر له نړیوالې ټولنې غوښتی، چې د غزې جګړې ته د پای ټکی کېږدي او دایمي اوربند رامنځته کړي.

پاپ لئون څوارلسم د چهارشنبې په ورځ په واټیکان کې د خپلې اونيزې وینا پر مهال وویل: په مقدسې خاورې کې جګړې ته، چې دومره وحشت، ویجاړي او مرګونه یې رامنځته کړي، باید پای ورکړل شي.

پاپ همداراز د غزې اوسیدونکو ته د بشري مرستو د رسولو غوښتنه وکړه.