افغانستانخبرونه

‏خلیلزاد: د کابل او اسلام آباد د کړکېچ ریښه ډیورنډ فرضي کرښه ده

کابل ټیلیګراف  ۶وږی ۱۴۰۴ لمریز کال

افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د افغانستان پر وړاندې د پاکستان پر دوه ګوني سیاست نیوکه کړې او ویلي یې دي، چې د کابل او اسلام‌آباد ترمنځ د کړکیچ ریښه د ډیورنډ فرضي کرښې موضوع ده.

خلیلزاد ویلي: “پاکستان هڅه کوي، چې د افغانستان داخلي ستونزې لومړی رامنځته او بیا یې د یو ځواک په توګه د حل لپاره راودانګي او وښیي، چې کولی شي نړۍ سره د هغوی په حل کې مرسته وکړي.»

نوموړی زیاتوي د پاکستان دا چلند له تېرو څو لسیزو راپدېخوا تعقیب شوی او اوس هم روان دی.

هغه په ټینګاره سره د اریان نیوز په ځانګړې مرکه کې ویلي، پاکستان د دې سیاست ریښه د ډیورنډ کرښې ستونزه ده.

خلیلزاد ویلي، چې د افغانستان په اړه د پاکستان له جوړېدو را وروسته د پالیسیو د تکرار مخنیوی باید وشي.

خلیلزاد داسې مهال دا څرګندونې کوي، چې پاکستان تازه پر ننګرهار ، خوست او کونړ ولایتونو هوایي ډرون بریدونه کړي.

د معلوماتو له مخې په دې بریدونو کې ۳ ماشومان وژل شوي او تر ۵ نور کسان ټپيان شوي دي.

طالبانو په ننګرهار کې هوایي بریدونه منلي او ویلي یې دي چې، د یوه عام بې ګناه ملکي وګړي کور باندې شوی دی، خو د پاکستان نوم یې نه دی یاد کړی.

دې بریدونو په ټولنیزو رسنیو کې هم توند غبرګونونه راپارولي خو طالبانو لا تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي.