افغانستانخبرونهراپورونه

خوست او ننګرهار کې د پاکستان بریدونه؛ طالبان غلي دي خو خلک د ځوابي بریدونو غوښتنه کوي

کابل ټیلیګراف – ۶ وږی ۱۴۰۴ لمریزکال

په خوست او ننګرهار ولایتونو کې، د پاکستان بریدونو په تړاو د طالبانو امنیتي او دفاعي وزارتونو او طالب مشرانو تراوسه څه نه دي ویلي خو په ټولنیزو پاڼو کې خلکو سخت غبرګونونه ښودلي او د ځوابي بریدونو غوښتنه یې کړې ده.

په خوست او ننګرهار د پاکستان بریدونه

ځایي سرچینې وایي، تېره شپه د ننګرهار په شینوارو او د خوست په سپېره ولسوالیو کې د پاکستان له لوري د ډرون بریدونه شوي چې له امله یې درېیو ماشومان خپل ژوند له لاسه ورکړی او د ښځو او ماشومانو په ګډون اووه نور ټپیان شوي دي.

په یادو سیمو کې خلکو ته درانه مالي زیانونه هم اوښتې دي.

پر ټولنیزو پاڼو د خلکو غبرګونونه

حضرت الله بشردوست لیکلي: «زه مې په خپل کور کې خوندي نه يمه، نارې وهم چې مې نړۍ ماته کړه.»

ناصري لیکلي: «پاکستان پر افغانستان ډرون بريدونه وکړل تيره شپه، او ملا صاحبان مصروفه دي څلور څلور ودونه کوي. پاکستان خپل ناموس ته هم په ښه سترګه نه ګوري ډاکټره عافيه صديقي يي ثبوت لوي ثبوت نور خو يي تاسو خپله ويني.»

فضل الهی لیکلي: «بی سر پوښه او بې پوښتنې ملک دی، دلته تر هرڅه د انسان مرګ او وینه بی بيې ده. آخ سردار داوود خان شهیده!.»

رحیم افغان لیکلي: «اوس چېرته دي هغه خلک چې ویل به یې د مرمۍ ځواب په مرمۍ ورکوو دا یې اوس وخت دی.»

خوږمن لیکلي:  «ميدان پرېښودل د بې غيرته سړي کار دی.»

ممتاز خوستي لیکلي: «دعصري علومو ضد شیوخ دې نن راپاڅئ نن دې په کوزو او لوټو باندې جواب ورکړي.»

شیردل پاڅون لیکلي: «پاکستان منطقوي سیاست همدغه دی چې تل په څېر افغانستان د خپلو ګټو لپاره هدف وګرځوي. څومره چې پاکستان ته غیږه ورکړئ هغومره به ځوریږئ.»

احمد شاه هم لیکلي: «جواب د ورکړل شي،  د خلکو په کورو ګلان شیندل افتخار نه دی.»

د طالبانو امنیتي ادارې او مشران تراوسه په دې اړه غلي دي.