د اسیاملتونو فوټبال جام: افغانستان سبا له ایرا سره لوبېږي

کابل ټیلیګراف ۶وږی ۱۴۰۴ لمریز کال
د ۲۰۲۵کال د اسیا ملتونو جام سیالۍ به سبا جمعه د تاجکستان په کوربهتوب، د افغانستان او ایران د فوټبال ملي لوبډلو ترمنځ په لوبې سره پیل شي.
دغه لوبه به د مازیګر په ۴:۳۰ بجو د تاجکستان د «حصار» په مرکزي لوبغالي کې ترسره شي.
افغانستان په بي ګروپ کې له ایران، تاجکستان او هند سره یو ځای دی.
په دغه سیالیو کې اتو لوبډلو ګډون کړی، چې د راتلونکې سپټمبر میاشتې تر ۸مې نېټې به دوام وکړي.
د یادونې وړ ده، چې د اسیا ملتونو جام سیالیو وروستي پړاوونه «پایلوبه او نیمه پایلوبه» به په روانې وږي میاشت کې په تاجکستان او ازبکستان کې ترسره شي.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون پرون (چهارشنبه، د اګسټ ۲۷مه) د ۲۰۲۵ د اسیا ملتونو جام سیالیو کې د ګډون په موخه د هېواد د فوټبال ملي لوبډلې نوملړ په ډاګه کړ.
د فوټبال فدراسیون ته د بلل شوو ۲۳ لوبغاړو نوملړ کې:
فیصلاحمد حمیدي او عیسی عزيزي او کیوان متقیان د ګولساتونکو په توګه دي، او ورسره شریف محمد، الیاس منصور، محبوب حنیفي، روحالله اقبالزاده، عمید ارزو، سیدعارف اکبر او توماس صفري د مدافعینو په توګه ملي لوبډلې ته غوره شوي دي.
له دغو لوبغاړو سربېره په خبرپاڼې کې ذوالفقار نظري، رحمت اکبري، یما شېرزاد، عليرضا پناهي، محمدنعیم رحیمي او سیدمرتضی فاطمي د ۲۰۲۵ د اسیا ملتونو جام سیالیو کې د ملي لوبډلې د هافبک په توګه برخه ټاکل شوي دي.
د یادولو ده چې د ازبکستان فوټبال ملي لوبډلې تېر کال د دغو سیالیو اتلولي هم په خپل نوم کړې وه.