
کابل ټیلیګراف ۶وږی ۱۴۰۴ لمریز کال
د ارجنټاین ولسمشر جاویر میلې د زامورا په ښارګوټي کې د ټاکنیز کمپاین پرمهال د خلکو له سخت غبرګون سره مخ شوی دی.
د نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې، د ولسمشر موټریز کاروان د اعتراضکوونکو لهخوا په ډبرو، بوتلونو او نورو توکو ویشتل شوی.
راپورونه وایي چې ولسمشر له دې کمپاین روغ وتلی دی.
د ولسمشر ویاند، مانوئل اډورني، پر ټولنیزو رسنیو لیکلي چې ولسمشر او د هغه خور، کارینا میلې چې د ولسمشرۍ د ادارې عمومي منشي ده، زیان نه دی لیدل.
خو د دې پېښې پرمهال د ولسمشر د ملاتړ کوونکو او مخالفانو ترمنځ نښتې رامنځته شوې چې لږ تر لږه درې کسان ټپیان شوي او دوه نور نیول شوي دي.
دا اعتراضونه د فساد اړوند د یوې قضیې د رابرسېره کېدو په تړاو شوي.
په یاده قضیه کې د ولسمشر خور، کارینا میلې، د معلولینو د ملي ادارې له پخواني مشر، ډیګو سپاګنولو، سره د رشوت ورکولو ادعاوې مطرح شوې دي.
د ولسمشر حکومت دغه پېښه د «سیاسي تاوتریخوالي» په توګه یاده کړې ده.
دا پېښه داسې مهال رامنځته شوې، چې د سپتمبر په ۷مه د بوینسایرس په ولایت کې سیمهییزې ټاکنې او د اکتوبر په ۲۶مه ملي ټاکنې ترسره کېږي.