افغانستانخبرونهځانګړي برخه

غني او کرزي هم د تېرې شپې زلزله ځپلو سره غمرازي وکړه

کابل ټیلیګراف د وږي ۱۰مه ۱۴۰۴ لمریز کال

د تېر جمهوري نظام پخوانيو ولسمشر محمد اشرف غني او حامد کرزي د هېواد په ختيځ کې د تېرې شپې د زلزلې له امله زیانمنو شويو کورنيو سره غمرازي شریکه کړه.
یادو دواړو مشرانو پر خپلو ټولنيزو شبکو خپرو کړيو پيغامونو کې له مرستندویه ټولنو غوښتي چې زلزله ځپلو سره مرستو ته ور وردانګي.
د وروستيو رپوټونو له مخې، د تېرې شپې زلزله کې د مړه شوو کسانو شمېر ۸۱۲ او د ټپیانو څه باندې ۲۸۰۰ ته ورسېد

د مسوولینو په وینا دغه ارقام وروستي نه دي او ښایي د مرګ – ژوبلې کچه نوره هم لوړه شي.
ځایي مسوولان وایي، د ننګرهار په حوزوي او ټولو روغتونونو کې ځانګړی چمتووالی نیول شوی او ټول امکانات په لاره اچول شوي دي.

روغتیاپالان وایي په ټپیانو کې ځینې تر درملنې وروسته کورونه ته رخصت شول او ځينې لاهم تر درملنې لاندې دي.

اخوا بیا له کونړه تازه معلومات دا دي، چې د زلزلې له امله د اوښتې مرګ ژوبلې ارقام تر ۳۰۰۰ زرو ورسېده او لا هم وروستي نه دي.

سمیه‌ییزو سرچینو رسنیو ته ویلي، چې په کونړ ولایت کې د تېرې شپې له امله د مړو شمېر ۷۰۰ تنو ته ورسېد او ویل کېږي چې له ۲۰۰۰ ډېر ټپیان دي.

د سرچینو د معلوماتو له مخې، لاهم د یو شمېر لرو سیمو د مرګ‌ژوبلې شمېرې شریکې شوې نه دي او ښايي تلفات تر دې نور هم پورته شي.

تېره شپه د رېښتر په کچه ۵ اعشاریه ۴ درجې زلزلې د افغانستان، پاکستان او تاجکستان هېوادونو ځینې سیمې ولړزولې.

لاهم په ختیځو ولایتونو ننګرهار، کونړ او لغمان کې دزلزلې ټکانونه حس کېږي.