افغانستانخبرونهلوبې

درې اړخیزه لوبلړۍ؛ افغان لوبډله نن بیا له پاکستان سره سیالي کوي

کابل ټیلیګراف د وږي ۱۱مه ۱۴۰۴ لمریز کال

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډله نن ماښام یو ځل بیا د پاکستان کرېکټ ملي لوبډلې سره د سیالۍ ډګر ته ښکته کېږي.

دغه لوبه ماښام ۷ نیمې بجې پيلېږي.

افغان ملي لوبډلې تېره شپه په خپله دوهمه لوبه کېمتحده عربي اماراتو لوبډلې ته د ۳۸ منډو په توپیر ماتې ورکړه.

په دې سره یې په دې لوبلړۍ کې خپله لومړۍ لوبه وګټله.

افغان لوبډلې تر دې وړانې په لومړۍ لوبه کې له پاکستانۍ لوبډلې ماتې منلې وه.

د دې درې اړخیزې لوبلړۍ په دویمه لوبه کې افغان لوبډلې متحده عربي اماراتو ته د ۴ لوبغاړو په سوځېدو سره د ۱۸۹ منډو هدف وټاکه چې، په ځواب کې یې متحده عربي اماراتو د ۸ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۵۰ منډې جوړې کړې او لوبه یې د ۲۸ منډو په توپیر بایلوده.

شرف الدین اشرف د دې لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو، هغه په مهم وخت کې د اماراتو ۳ لوبغاړي اوټ کړل.