
کابل ټیلیګراف د وږي ۱۱مه ۱۴۰۴ لمریز کال
د افغانستان لپاره د امریکا سفارت چارسمبالي، ډان برون پر اېکس لیکلي، چې د افغانستان په ختیځه سیمه کې د مرګونې زلزلې د خبر په اورېدو خواشینی شوی دی.
هغه زیاته کړې چې په دې سخت وخت کې د افغانستان له خلکو سره خپله ژوره خواخوږي څرګندوي.
په ورته مهال د اسلامي نړۍ ټولڼې په یوه اعلامیه کې ویلي، د افغانستان په ختیځ کې د زورورې زلزلې په پایله کې د ګڼ شمېر کسانو پر مړینې خواشیني دي.
اعلامیې د دغې ټولنې د مشر محمد بن عبدالکریم العیسی له قوله زیاته کړې چې ټپیانو ته بېړنۍ روغتیا غواړي او افغان ولس دې الله ج له راتلونکو زیانونو وساتي.
بل لورته سویس هم د افغانستان له زلزله ځپلو سره غمرازي وکړه.
د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت پر ایکس پاڼه لیکلي، د افغانستان په ختيځ کې د زلزلو له امله له زیانمنو شویو سره خواخوږي کوي.
دغه وزارت لیکلي چې په کابل کې د خپل بشري دفتر له لارې له زیانمنو شویو کورنیو سره مرستې کوي.
د افغانستان په ختیځ کونړ، ننګرهار او لغمان کې د وړمې شپې زلزلې له امله زرګونه کسانو ته مرګ ژوبله واوښته.
لاهم د مرګ ژوبلې ارقام وروستي شوي نه دي، او نه هم طالب چارواکو تازه ارقام خپاره کړي، خو تر پرون ماښام پورې ۸۰۰ تنه په کونړ کې مړه او تر ۲۵۰۰ زیات ټپيان اعلان شوي وو.
دغه راز په ننګرهار کې بیا د مرګ ژوبلې ارقام وروستي دا وو چې ۱۲ مړه او ۲۵۵ ټپيان وو. لغمان کې بیا یواځې ۵۸ تنه ټپيان شوي وو.
ګڼو نورو هېوادونو هم له زلزله ځپلو سره خواخوږي ښودلې او د مرستو ژمنې کړې دي.