
کابل ټیلیګراف د وږي ۱۲مه ۱۴۰۴ لمریز کال
نړیوال بانک به روان مالي کال کې د بېلابېلو پروژو لپاره پاکستان ته له دوه میلیارده ډالرو زیات پور ورکړي.
د اقتصادي چارو څانګې په وینا، دا پور به د نړیوالې پراختیايي ټولنې او د بیا رغونې لپاره نړیوال بانک له لارې ورکول کېږي.
د اسنادو له مخې، په پاکستان کې د نړیوال بانک د تمویل په مرسته پر ۵۷ بېلابېلو پروژو کار روان دی، چې د دې پروژو ټولیزه بیه ۱۶.۶ میلیارده ډالره ده.
د یاد بانک د اقتصادي چارو څانګې ویلي، دا پروژې د کرنې، اوبو، انرژۍ، مالیې او عوایدو، مخابراتو، کلیوالي او ښاري پراختیا، بشري سرمایې، ټولنیزو خدمتونو او حکومتوالۍ سره تړاو لري.
نړیوال بانک په تېرو اوو کلونو کې ۱۱ میلیارده او ۸۴۰ میلیونه ډالره چمتو کړي، چې تر ټولو زیات ۱.۹۶ میلیارده ډالره د انرژۍ سکتور لپاره ورکړل شوي دي.
د اسنادو له مخې، په تېر مالي کال (۲۰۲۴-۲۰۲۵) کې پاکستان ته ۱ میلیارد او ۸ سوه میلیونه ډالر پور ورکړی شوی دی.