
کابل ټیلیګراف د وږي ۱۳مه ۱۴۰۴ لمریز کال
د امریکا متحده ایالاتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو ځل بیا د روس او اوکراین ترمنځ د روانې جګړې د درولو د هڅو له پیل کېدو خبر ورکړ.
د یوه امرکیایي ټلویزیون سره په ټلیفوني مرکه کې ولسمشر ټرمپ وویل، د روسي او اوکرایني ولسمشرانو ترمنځ د مخامخ خبرو اترو امکاناتو په اړه ناڅرګندتیا زیاتیږي، پوتین او زیلنسکي لا چمتو نه دي، خو موږ به دا کار ترسره کړو.
ټرمپ وویل، زه د روس او اوکراین ترمنځ د سولې تړون لپاره ژمن یم، د پوتین او زیلنسکي دواړو سره خبرې کوم، یو څه به ضرور وشي.
د یادونې وړده، چې د ۲۰۲۲ کال د فبروري راهیسې د روس او اوکراین په جګړه کې تر اوسه د دواړو هېوادونو زرګونه سرتېري او ولسي وګړي وژل شوي او ټپیان شوي دي.