خبرونهنړۍ

ټرمپ له اروپا غوښتي، چې د روسي تیلو اخیستل بند کړي او پر چین فشار زیات کړي

کابل ټیلیګراف د وږبي ۱۴مه ۱۴۰۴ لمریز کال

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په اروپایي مشرانو غږ کړی چې د روسي تیلو اخیستل بند کړي او پر چین اقتصادي فشار زیات کړي ترڅو د اوکراین جګړه ختمولو کې مرسته وشي.

د سپینې ماڼۍ د معلوماتو له مخې؛ د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ دا خبره د اوکراین ولسمشر او اروپایي مشرانو سره د “د ارادې اتحاد” (Coalition of the Willing) په غونډه کې کړې، دا اتحاد د اوکراین د امنیت او جګړې د ختمولو لپاره جوړ شوی دی.

د امریکا ولسمشر په غونډه کې ویلي: اروپا له روسي تیلو اخیستلو څخه ترلاسه شوې پیسې د اوکراین په جګړه کې کارول کیږي. ټرمپ دعوه وکړه چې روس په یوه کال کې اروپا ته د تیلو د پلور له لارې له یو میلیارد یورو زیاتې پیسې ترلاسه کړې.

د امریکا ولسمشر اروپایي مشرانو څخه وغوښتل، چې د اوکراین په جګړه کې د روس ترلاسه کولو ملاتړ بندولو لپاره پر چین اقتصادي فشار زیات کړي.