افغانستانخبرونه

تېر ۲۴ ساعتونه په کونړ او ننګرهار کې ۴ زلزلې شوي

کابل ټیلیګراف د وږي ۱۴مه ۱۴۰۴ لمریز کال

د افغانستان ختیځې سیمې ننګرهار، کونړ، لغمان او نورستان  په تیرو نژدې ۲۴ ساعتونو کې څلور ځله د زلزلو ټکانونو لزړولې دي.

د امریکا د جیولوجیکي سروې اداره وایي، په دغو ټکانونو کې تر ټولو پياوړی هغه د تېر ماخستن زلزله وه، چې شدت یې د ریښتر په کچه ۵ اعشاریه شپږ درجې و.

زلزلې داسې مهال زور اخلي، چې د ژغورنې ډلې او خلک لا هم په کونړ کې د اګست د ۳۱مې نیټې د زلزلې د پلټنو په عملیاتو بوخت دي او هڅه کوي تر خاورو لاندې مړي او سیمه کې میشت ټپيان وژغوري.

د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت ویلي هغې زلزله کې د مړو شویو کسانو شمیر له ۲۲ سوو څخه اوښتی او په خبره یې ۳۶۴۰ نور ټپيان شوي دي.

زلزلې د کونړ د نورګل ولسوالۍ مزار دره او دغه راز د څوکۍ،چپې درې او ماڼوګۍ ولسوالۍ کلي ځپلي دي.

فطرت وایي، زیانمنو شویو سیمو ته لومړنۍ مرستې رسېدلې دي.

د تېرو ۲۴ ساعتونو زلزلو هم په ننګرهار او کونړ ولایتونو کې زلزلو او سختو ټکانونو کورونه نړولي دي.

د کونړ ځایي خلک وایي، په زلزله ځپلو سیمو کې خلک ایسار پاتې او لارې بندې دي او د بېړنیو مرستو غوښتنه کوي، څو ژوندي پاتې کسان وژغوري.