افغانستانخبرونهلوبې

افغان کرکټ ملي لوبډله نن متحده‌عربي اماراتو سره لوبه کوي

کابل ټیلیګراف د وږي ۱۴مه ۱۴۰۴ لمریز کال

د افغانستان او متحده عربي اماراتو کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د درې اړخیزې لوبلړۍ دغه لوبه د شپې په ۷ نیمو بجو د شارجې په لوبغالي کې پيلیږي.

د افغانستان، متحده عربي اماراتو او پاکستان د کرکټ لوبډلو ترمنځ دغه سیالۍ د اګست په وروستیو کې پيل او د سپټمبر تر ۷مې پورې دوام کوي.

افغان لوبډلې تر اوسه د دغې لوبلړۍ درې لوبې کړي چې لومړۍ یې پاکستان ته بایللې، خو دویمه او دریمه یې له اماراتو او پاکستان ګټلي دي.

پاکستان او افغانستان د جدول په سر کې دي او پای لوبه به د یکشنبې په ورځ ترسره کړي.