خبرونهنړۍ

د ونزویلا سره د کړکېچ زیاتوالی؛ امریکا پورټو ریکو ته د F-35 الوتکې لیږلي

کابل ټیلیګراف د وږي ۱۵مه ۱۴۰۴ لمریز کال

امریکا د ونزویلا سره د کړکیچ د زیاتېدو په ترڅ کې ۱۰ تر ټولو نوې F-35 جنګي الوتکې د کارېبيان ټاپو پورټو ریکو ته د لېږلو خبر ورکړی.

د امریکا رسنیو د راپور له مخې، دا ۱۰ F-35 نوې سټیلټ جنګي الوتکې به د نشه‌يي توکو د لیږدونکو پر ضد د امریکا د سمندري عملیاتو برخه وي. 

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي چې د ونزویلا ولسمشر د نشه‌يي توکو د کاروباریانو د ډلې مشري کوي. 

بل خوا، د ونزویلا ولسمشر تور لګولی چې ډونالډ ټرمپ غواړي د ونزویلا تېل پټ کړي. 

د امریکا رسنیو د راپورونو له مخې، د ونزویلا پر یوې کښتۍ د بمباري وروسته چې د امریکا پوځي ځواکونو له لوري وشوه، تاوتریخوالی لا زیات شو

امریکا ادعا کړې، چې په کښتۍ کې قاچاق کوونکو نشه‌يي توکي د امریکا پر لور وړل، چې د بم د چاودنې له امله په کښتۍ کې ټول ۱۱ کسان ووژل شول. 

بل خوا، ونزویلا پر امریکا له محکمې پرته د قتلونو ترسره کولو تور لګولی دی.