
کابل ټیلیګراف د وږي ۱۵مه ۱۴۰۴ لمریز کال
د طالبانو د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال، ملا عبدالغني برادر د برېښنا سکتور کې د پانګونې جلبولو په کنفرانس کې ویلي، د لویدیځ بانکي محدودیتونه دلته د پانګونې پر وړاندې جدي خنډ دی.
هغه ټینګار کړی چې دا محدودیتونه نه یوازې د افغانستان لپاره، بلکې د نړۍ لپاره هم زیانمنونکي دي او باید ژر تر ژره لرې شي.
هغه زیاته کړې افغانستان د نوي کیدونکي انرژۍ بډایه سرچینې لري او دلته پراخ فرصتونه شتون لري چې باید پکې پانګونه وشي.
د نوموړي په وینا چې له شته فرصتونو څخه ګټه پورته کول به نه یوازې د افغانستان د بریښنا سکتور په ځان بسیا کړي، بلکې دا به نورو هیوادونو ته د بریښنا صادراتو ته هم لاره هواره کړي.
د طالبانو د برېښنا شرکت اجرایوي رییس، عبدالباري عمر هم ویلي چې افغانستان د انرژۍ له بېلابېلو سرچینو څخه د زرګونو میګاواټو برېښنا د تولید ظرفیت لري.
د دغه ډلې د رئیس الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي وایي، په افغانستان کې د انرژۍ تولید په برخه کې پراخې پانګونې امکانات شته.
هغه زیاته کړه، د ګاونډیو، سیمهییزو او نړیوالو هېوادونو سره دوهاړخیزې او ښې اړیکې غواړو او د افغانستان خاوره به د هیڅ هېواد پر ضد ونه کارول شي.
هغه له سوداګرو، د افغانستان له خلکو، اسلامي هېوادونو او نړیوالو بنسټونو وغوښتل، چې د هېواد ختیځ کې د زلزلې له زیانمنو سره همکاري وکړي.
نوموړي دغه راز ټینګار وکړ، چې نړیواله ټولنه باید له افغانستان سره همکاري وکړي او دوی په رسمیت وپېژني.
په ورته وخت کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي کورنیو او بهرنیو پانګوالو ته ډاډ ورکړی چې د اسلامي قوانینو په رڼا کې به په افغانستان کې د دوی ټول حقوق خوندي وي.
هغه د برېښنا سکتور د ملاتړ او پانګونې جذبولو کنفرانس کې د سیمې د هېوادونو د استازو شتون د افغانستان د ګاونډیانو سره د ښو اړیکو نښه بللې او زیاته کړې چې طالبان د نړۍ له ټولو هېوادونو سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی.