ټیکنالوژيخبرونهنړۍ

ټرمپ: پر ګوګل باندې د اروپايي اتحادیې جریمه ناعادلانه ده

کابل ټیلیګراف د وږي ۱۵مه ۱۴۰۴ لمریز کال

د امریکا ولسمشر د اروپايي اتحادیې جریمه ناعادلانه بللې او وايي که پر ګوګل جریمه بیرته لیرې نه شي، نو د غبرګون لپاره به مجبور شي او هغه څېړنې به پیل کړي چې د نتیجې په توګه پر اروپا نورې تعرفې لګول کېدای شي.

ټرمپ ویلي، موږ به د امریکايي شرکتونو  شاندار او بې‌مثاله اختراعات، د اروپايي جرمانو لاندې  ړنګ کېدو ته پرې نږدو او که دا بهیر دوام وکړي، نو د مجبوریت له مخې؛ به د ۳۰۱ برخې لاندې اقدام وکړم ترڅو دا ناعادلانه جرمانې باطله شي. 

د امریکا ولسمشر تور لګولی چې اروپايي اتحادیې د هغو اقداماتو له لارې سرمایې او د کار فرصتونه ګټي چې باید په امریکا کې ولګول شي. 

د یادونې وړده، چې اروپايي اتحادیې د شخصي معلوماتو د خپریدو له امله پر ګوګل ۳.۵ میلیارده ډالرو جریمه لګولې ده.