
کابل ټیلیګراف د وږي ۱۵مه ۱۴۰۴ لمریز کال
د بلخ پوهنتون یو شمېر زدهکوونکو ویلي چې طالبانو په دې پوهنتون کې ویلي، هغه کسان چې خولۍ او ږیره ونه لري، د پوهنتون انګړ او درسي صنفونو ته د ننوتلو اجازه نه لري.
لږ تر لږه څلورو زدهکوونکو ویلي چې طالبانو د ږیرې پرېښودل او خولۍ په سر کول جبري کړي دي.
د دې سرچینو په وینا، تېره اوونۍ طالبانو د لسګونو زدهکوونکو د خولۍ نه درلودلو له امله پوهنتون ته د داخلېدو څخه منعه کړي او غیر حاضر کړي دي.
په افغانستان کې د محلي کالو اغوستل، د ږیرې پرېښودل، لنګۍ یا خولۍ په سرول، د طالبانو له لوري د نارینهوو لپاره ټاکل شوی لباس او سیرت دی.
دې ډلې دا چاره د محصلینو او شاګردانو لپاره د یونیفورم په توګه جبري کړی دی.