افغانستانخبرونه

طالبانو د غیر شرعي کړنو په جرم د پير ابراهیم په نوم د پيرانو یوه ډله نیولې

کابل ټیلیګراف د وږي ۱۵مه ۱۴۰۴ لمریز کال

د طالبانو د امرباالمعروف نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت وایي، د تصوف له نوم څخه ناوړه استفادې او غیر شرعي کړنو د ترسره کولو په جرم یې د پېر ابراهیم په نوم ډله نیولې.

امربالمعروف وزارت ویلي، نیول شوې ډلې به د تصوف او مذهب په نوم غیر شرعي کړنې، بدعتونه او خرافاتو ته لمنه وهله.

یاد وزارت ویلي، د ټولنې وګړو د فکري او عقیدوي اصلاح ترڅنګ او د ټولو هغو کړنو او اعمالو د مخنیوي مسئول دي چې د شریعت او شرعي قانون سره په ټکر وي.

امربالمعروف وزارت له هېوادوالو هم غوښتي، چې ځان او ټولنه له هغو کړنو وساتي، چې د شریعت او حنفي فقهې له اصولو سره مخالف وي او داسې کړنو ته دې اجازه نه ورکوي چې شریعت او قانون اجازه نه ورکوي.