
کابل ټیلیګراف د وږي ۱۶مه ۱۴۰۴ لمریز کال
د افغانستان لپاره د ازبکستان ځانګړي استازي «عصمت الله ایرګاشیف» او د اروپايي امنیت او همکارۍ سازمان د مشرتابه له استازې «ترهي هاکلا» سره په کتنه کې د افغانستان په اړه خبرې کړې دي.
د راپورونو له مخې په دې کتنه کې دواړو لورو د افغانستان د اقتصاد بیا را ژوندي کولو پر اړتیا بحث کړی او په دې برخه کې پر دوامدارو هڅو ټینګار شوی دی.
د دې کتنې اصلي موخه له سیمهییزو بازارونو سره د افغانستان پر یوځای کېدو بحث او د افغانستان د اقتصاد بیا راژوندي کول د سیمې د نوښتونو لپاره مهم بلل شوی دی.
د ازبکستان او د اروپایي امنیت او همکارۍ سازمان استازو همداراز هوکړه کړې چې د افغانستان د اقتصاد بیا را ژوندي کولو لپاره به ګډې هڅې کوي.
تر دې مخکې هم د یو شمېر هېوادونو استازو او نړیوالو بنسټونو د مسوولینو ترمنځ ناستې شوې او د افغانستان پر مسئلې بېلابېل بحثونه شوي دي.
د ویلو ده چې یو شمېر هېوادونو لا هم د افغانستان اقتصادي وضعیت مخ په ځوړ بللی دی.