
کابل ټیلیګراف د وږي ۱۶مه ۱۴۰۴ لمریز کال
د امریکا په پلازمېنه واشنګټن کې زرګونو کسانو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له لوري د ښار په سړکونو د پوځ د ګمارنې پرېکړې پر ضد لاریون وکړ.
د “موږ ټول ډي سي یو” په نوم لاریون کې کډوالو او د فلسطین پلویانو هم ګډون وکړ.
لاریون کوونکو د “ازاد ډي سي” او د ټرمپ د اقدام پر ضد نعرې ووهلې او له حکومته یې د دې پرېکړې د بېرته اخیستو غوښتنه وکړه.
لاریون کوونکو وویل، دوی د واشنګټن د نیولو پر وړاندې غبرګون ښودلی او غواړي چې پوځ زموږ له سړکونو څخه لرې کړل شي.
راپورونو په وینا، د شپږو جمهوري غوښتوونکو اکثریتي ایالتونو څخه لېږل شوي سرتېرو په ګډون له ۲۰۰۰ څخه زیات پوځیان د ښار په سړکونو کې ځای پر ځای شوي دي.
د دوی د پاتې کېدو موده لا تر اوسه نه ده روښانه، خو د امریکا پوځ د ډي سي نیشنل ګارډ دنده تر ۳۰ نومبر پورې غځولې ده.
د یادونې وړده، چې تېره میاشت ولسمشر ټرمپ د ښار د جرمونو د کچې د کمولو په موخه پوځ پر دندو وګماره.