
کابل ټیلیګراف د وږي ۱۸مه ۱۴۰۴ لمریز کال
ټرمپ څه موده وړاندې د کډوالو ضد او د ناقانونه کډوالو دنیولو یوه پرېکړه وکړه.
تازه د امریکا سترې محکمې د ولسمشر ټرمپ د حکومت هغه پرېکړه تایید کړه چې له مخې یې د کالیفورنیا په سویلي برخو کې د کډوالو د نیولو پراخ عملیات ترسره شي.
د محکمې محافظه کارو غړو ویلي، امنیتي ځواکونه کولای شي یوازې د خلکو د رنګ، ژبې یا لهجې پر بنسټ هم له هغوی پوښتنې وکړي او ویې نیسي.
د لاتیني امریکايانو په ګډون د افغانستان، پاکستان او نورو هېوادونو زرګونه کډوال چې کالیفورنیا کې ژوند کوي، اوس په ځانګړي ډول دې پرېکړې له زیات خطر سره مخ کړي دي.
دغې پرېکړې د ډیموکراټانو او د مدني حقونو ډلو سخت غبرګونونه راپارولي.
د امریکا د کډوالو د ملاتړ ډلې ټینګار کوي چې دغه ډول نیونې د ټولنو پر ژوند بد اغېز کوي، د وېرې فضا خپروي او د هغو افغانانو ورځنی ژوند ګډوډوي چې د طالبانو له واکمنۍ وروسته یې د امریکا په لویو ښارونو کې پناه اخیستې ده.
د کډوالۍ د چارو وکیلان هم وايي، افغان کډوال چې ډېری یې یا د وتلو په پروسه کې دي او یا د سیاسي پناه غوښتونکي دي، ښايي د “ظاهري بڼې او لهجې” له امله ودرول شي، حتی که قانوني هم دي.