افغانستانخبرونه

پرون دوشنبه۲۵۰۰ افغان کډوال له پاکستانه راستانه شوي

کابل ټیلیګراف د وږي ۱۸مه ۱۴۰۴ لمریز کال

د خیبر پښتونخوا د کورنیو او قبایلي چارو ادارې د رسمي شمېرو له مخې؛ پرون دوشنبه (د وږي ۱۷مه) ۲۴۹۱ افغان کډوال له بېلابېلو لارو افغانستان ته ستانه کړای شوي دي.

یادې ادارې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په راستنو شوو کې ځینې یې په خپله خوښه او یوشمېر نور په جبري توګه افغانستان ته ستانه کړای شوي دي.

د خیبر پښتونخوا د کورنیو او قبایلي چارو اداره وايي، په ورځني ډول د افغانانو د ستنولو لړۍ روانه ده.

په وروستیو کې د افغانستان له ګاونډویو او په ځانګړې توګه له ایران او پاکستانه د افغانان کډوالو د ستنولو لړۍ چټکه شوې ده.

پاکستان د افغانانو د جبري شړلو تازه بله لړۍ هم پیل کړې ده.

د رسمي شمېرو له مخې یوازې په تېرو څو میاشتو کې له ۲ مېلیونو ډېر کډوال بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.