
کابل ټیلیګراف – د وږي ۱۸ مه ۱۴۰۴ لمریز کال
کابل ټیلیګراف له باوري سرچینو او د خپرو شویو راپورونو له مخې، د هیواد په ختیځ کې له زلزله ځپلو سره د بېلابېلو هیوادونو، نړۍوالو بنسټونو او په کور دننه او بهر د افغانانو له لوري د راټولو شویو مرستم شمېرې را ټولې کړي دي چې تراوسه په میلیونونو ډالرو مرسته شوې ده.
د یادونې ده، تېره اونۍ د دوشنبې په شپه شاوخوا ۱۲ بجې په کونړ، ننګرهار، لغمان، پنجشېر او نورستان ولایتونو کې زلزله وشوه چې ډېره مرګژوبله او زیان یې په کونړ کې واړول. د رسمي شمېرو له مخې په کونړ کې د شهیدانو شمېر ۲۲۰۵ او د ټپیانو ۳۶۴۰ کسانو ته لوړ شوی دی.
وروسته له هغې د یادو زلزلهځپلو سره بېلابېلو هیوادونو، نړۍوالو بنسټونو او په کور دننه افغانانو مرستې وکړې.
د هېوادونو او نړۍوالو بنسټونو مرستې
- اروپایي ټولنې: یو میلیون یورو او ۱۳۰ ټنه بیلابیل توکي
- چین: ۵۰ میلیونه یوان (شاوخوا ۷ میلیونه ډالر)
- سعودي عربستان:۲۱۰ ټنه د خوړو مرسته د افغان سرې میاشت له لارې
- هند: ۲۱ ټنه بیړني توکي + ۱,۰۰۰ خیمې + ۱۵ ټنه خواړه
- ترکیې: شاوخوا ۲۵ ټنه بشري مرسته
- قطر: ۵ مرستندوی الوتکې (اندازه نه ده اعلان شوې)
- متحده عربي اماراتو: د لومړنیو طبي مرستو محموله رالیږل شوې
- آسترالیا: یو میلیونه ډالر نغدي مرسته
- بنګله دېش: بیړني توکي کنړ ته واستول (اندازه نه ده اعلان شوې)
- پاکستان: ۱۰۵ ټنه مرسته د ځمکني لارې
- برتانیا: یو میلیونه پونډه د UNFPA او IFRC له لوري را لیږل شوي دي.
- کاناډا: ۳ میلیونه ډالر د بېلابېلو شریکانو له لارې
- سویلي کوریا: ۱ میلیونه ډالر نغدي مرسته
- آیرلنډ: ۵۰۰,۰۰۰ پونډ د IFRC له لارې
- سنګاپور: ۵۰,۰۰۰ ډالر د سره صلیب لپاره
- جاپان: بیړني توکي (خیمې، کمپلې او نور) د JICA او IFRC له لارې
- ازبکستان: ۲۶۵ ټنه بشري مرسته ایران: ۵۰ ټنه بشري مرسته
- ملګري ملتونه (CERF): ۵ میلیونه ډالر بیړنۍ مرسته (ټوله مرسته تر ۱۰ میلیونه ډالرو پورې)
- ایټالیا: ۱۳ میلیون یورويي کڅوړه یوه برخه به یې د کونړ له زلزله ځپلو سره د مرستې لپاره نړیوالو مرستندویه له لاری.
- تاجکستان: درې زره ټنه بشري مرسته.
- جرمني ۲.۱ میلیونه یورو
- ازبکستان ۲۵۶ ټنه درمل او خوراکي توکي
- ترکمنستان د خوراکي موادو او درملو محموله
په کور دننه او بهر د افغانانو را ټولې شوې مرستې
- الکوزی ګروپ: ۱۰ میلیونه ډالر
- عزیزي ګروپ: ۵۰۰ میلیونه افغانۍ
- حبیب ګلزار: ۲۰۰,۰۰۰ ډالر
- حبیب یار شرکت: ۲۰۰,۰۰۰ ډالر
- جاوېد ابراهیمي (GoFundMe): ۱۱۳,۷۶۴ ډالر
- راشد خان (GoFundMe): ۱۰۰,۲۴۳ ډالر
- صافي برادران: ۱۰۰,۰۰۰ ډالر
- نبیزاده: ۱۰۰,۰۰۰ ډالر
- عتیق مومنزاده: ۱۰,۰۰۰ ډالر
- د جلالاباد تاجران (غوړي، چای، بوره): ۱۰۰,۰۰۰ ډالر
- محمد نبي (GoFundMe): ۴۵,۵۸۷ ډالر
- جاوېد افریدي: ۱۰ میلیونه کلدارې
- د ځاځیو ټولنه (لندن): ۷,۳۴۵ پونډه
- د ملګرو ملتونو افغان همکاران: ۸,۸۱۳.۱۳ ډالر
- د افغانانو ټولنه په اوریبرو (سویډن): ۳۷,۰۰۰ سویډني کرون
- یوسفي خیریه سازمان (USA) (GoFundMe): ۵,۰۲۷ ډالر
- عبدالاسلام رسولی (Afghan Pashai Community USA Inc) (GoFundMe): ۳,۷۴۱ ډالر
- د خلکو د ځواکمنېدو ټولنه STEP (GoFundMe): ۱۷,۱۴۶ ډالر
- نصیر هوایي (GoFundMe)۹۶۰ ډالر
- عزت الله عمرزی (Canada) (GoFundMe): ۲۶۷ ډالر (CAD)
- صفی الله صافي: (GoFundMe) ۸,۹۰۴ ډالر
- د کالیفورنیا د افغان فرهنګي ټولنه (USA) (GoFundMe): ۴۵,۵۷۵ ډالر
- فهیم الله مومند : (GoFundMe)۱,۳۶۴ ډالر
- د افغانستان میندې (Mothers of Afghanistan MOA) (GoFundMe) ۳,۴۲۳ پونډه
- عزیز رنزورپال (Canada) (GoFundMe) ۴۸۲ ډالر (CAD)
- امیر محمد (Canada): ۱,۱۵۳ ډالر (CAD) د اوکلاهوما افغان ټولنه (USA) (GoFundMe ۴,۲۵۳ ډالر
- ډاکتر اجمل درمن: (GoFundMe) اندازه نه ده اعلان شوې ډي سول غږ (ویانا): (GoFundMe) ۱۱,۱۰۸ یورو
- فخرې هاشمي (واشنګټن ډي سي): (GoFundMe) ۳,۷۳۷ ډالر
- روهید ساحل (سان ډیاګو، کالیفورنیا): (GoFundMe) ۱,۹۶۷ ډالر
- د شرق ګلوبل ټلویزیون (فورت واشنګټن، MD) (GoFundMe): ۱,۸۲۱ ډالر
- فاضل رحمان (ویانا): (GoFundMe) ۷۱۳ یورو
- عبدالرحمن سلیم (فرانسه): ۱,۷۸۰(GoFundMe) یورو
- د هیلو لاسونه (Hands of Hope – Canada(GoFundMe) (GoFundMe): ۳۴۵ ډالر (CAD)
- شریف الله شرافت (فرېډریکسبرګ، VA) (GoFundMe): ۳۹۶ ډالر
- د بوسټن افغان ټولنه – نجم ازادزوی: (GoFundMe) ۲,۴۶۴ ډالر
د یادونې ده چې کابل ټیلیګراف دغه مرستې د خپرو شویو راپورونو، د یادو هېوادونو د بهرنیو چاو وزارتونو او نورو اړوندو باوري سرچینو څخه را ټول کړي دي.
کېدای شي چې په کور دننه ځینې نورې مرستې هم شوي وي.