
کابل ټیلیګراف د وږي ۱۸مه ۱۴۰۴ لمریز کال
د سعودي عربستان د جدي په ښار کې د عربي اسلامي بهرنیو چارو وزیرانو کمېټې په بیړنۍ غونډه کې د اسرائیلو څرګندونې رد کړې.
د سعودي رسنیو په وینا، د عربي اسلامي بهرنیو چارو وزیرانو کمېټې په خپلې اعلامیې کې ویلي، “موږ د فلسطیني خلکو د بې ځایه کولو او محاصرې غندنه کوو.”
په بیان کې غوښتنه شوې چې په غزه کې سمدستي جګړه بند او د مرستو لپاره لاسرسی ورکړل شي.
په بیان کې زیاته شوې چې د اسرائیل لخوا د نړیوالو قوانینو سرغړونې د اندیښنې وړ دي.