خبرونهنړۍ

حماس د غزې پر جګړې د بندیدړو نوي وړاندیز سره موافقه وکړه

کابل ټیلیګراف د وږي ۱۸مه ۱۴۰۴ لمریز کال

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د غزې د جګړې د بندولو لپاره نوي وړاندیزونه، وړاندې کړي.

د امریکې وړاندیزونو کې د ټولو اسرائیلي بندیانو د خوشې کولو په بدل کې د زرګونو فلسطیني بندیانو خوشې کول او د جګړې بندول شامل دي.

د فلسطین د مقاومت ډلې حماس د امرکیا د نوي وړاندیز هرکلی وکړ او د تړون لپاره به خبرو اترو هوکړه وکړه.

اسرائیلي چارواکو ویلي، دوی داسې تړون ته چمتو دي چې پکې د حماس تسلیمي شامل وي، خو حماس وایي، تر هغې به وسلې کېنږدي، ترڅو له غزې ټول اسرائیلي سرتېرې وتلي نه وي.