
کابل ټیلیګراف د وږي ۱۸مه ۱۴۰۴ لمریز کال
د طالبانو د ویاند مرستیال حمیدالله فطرت د ریانووستي خبري اژانس سره په خبرو کې ادعا کړې، چې مسکو او کابل د څو اقتصادي پروژو په اړه پر تړونونو کار کوي.
هغه وویل، د روسيې او طالبانو ترمنځ همکاري خپلې لوړې کچې ته رسېدلې او هیله یې وښوده چې په نږدې راتلونکي کې به د دواړو خواوو ترمنځ تړونونه لاسلیک شي.
فطرت زیاته کړه چې روسيې د «اسلامي امارت» په رسمیت پېژندلو سره یو زړور ګام پورته کړی او دا اقدام د سیاسي او اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا لامل شوی دی.
هغه همدارنګه ادعا وکړه چې دا رسمیت پېژندنه د روسيې لپاره د افغانستان په بېلابېلو اقتصادي برخو کې د پانګونې لپاره مناسب شرایط برابر کړي دي.










